Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جوزجان کې د سړې هوا له امله ۴۷ تنو ژوند له لاسه ورکړ

د جوزجان ولایت په درزآب ولسوالۍ کې د سړې هوا له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۴۷ تنو ته ورسید.

د جوزجان د ولایتي شورا غړې حلیمه سادات وایي چې یاد شمېر کسانو روغتیایي مرکزونو ته د نه لاسرسي، د واورو د وریدو له امله د لارو د بندښت او د سرپناه د نشتون له امله ژوند لاسه ورکړی دی.

د نوموړې په وینا، په یاده ولسوالۍ کې اویا سانتي مټره واوره وریدلې ده او یو شمېر کورونه هم د اورښتونو له امله له منځه تللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت په خبرپه ښوې خبرپاڼه ک ویلي وو چې د وروستۍ سړې هوا له کبله د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې کابو ۲۱ کسان وژل شوي دي.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت په خبرپاڼې زیاته کړې وه، دا مړینه د هېواد په کندهار، غزنی، پکتیا، غور، زابل، بغلان، ننگرهار، کنر کاپیسا، نورستان، پروان، هرات، لغمان، بامیان او پنجشیر ولایتونو کې رامنځته شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې پېښو کې ۱۶ تنه نور ټپیان دي. په همدې حال کې ورښتونو ۲۱ په بشپړه او ۵۹ نور یوه اندازه وران شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په یو شمېر ولایتونه په دې وروستیو کې د سختو واورو شاهد وو او د یو شمېر شمالي ویالتونو لارې هم د سختې واورې له امله له مرکز سره تل شوې دي.

د جوزجان د ولایتي شورا غړې حلیمه سادات وایي چې یاد شمېر کسانو روغتیایي مرکزونو ته د نه لاسرسي، د واورو د وریدو له امله د لارو د بندښت او د سرپناه د نشتون له امله ژوند لاسه ورکړی دی

شریک یي کړئ