حزب اسلامي وايي چې راتلوونکو ټاکنوکې به پراخ ګډون وکړي او د بنديزونو په تړاو ځانګړې اندېښنه نشته او حکمتيار به په نېږدې راتلونکې کې په کابل کې راښکاره شي.
له افغان حکومت سره د حزب اسلامي مرکچي پلاوي مشر، انجينرمحمد امين کريم وايي چې د دې ګوند پرمشرتابه دلګېدلو بنديزونو په تړاو ځانګړې اندېښنه شتون نه لري او حزب اسلامي هم د خپلوامکاناتوله مخې له حکومت سره همکار و او په راتلوونکې کې به هم همکار وي.
نوموړي د فرانسي د غوښتنې په اړه چې د حزب اسلامي پرمشرګلبدين حکمتيار دې بندويزونه پرخپل ځاى وي، وويل چې د فرانسې له اړخه هېڅ اندېښنه نه شته، پخوا چې کومې ستونزې رامنځ ته شوې وې د فرانسې هېواد کورنۍ ستونزې وې، اوس مهال هغه ستونزې هوارې شوې دي.
هغه، همداراز د روسيې د دريځ په اړه ویلي دي چې تراوسه د روسيې دولت له لوري د بنديزونو نه لرې کولو په اړه کوم رسمي دريځ نه دى په ډاګه شوى، يوازې ګونګوسې دي چې د معلوماتو له مخې، دا ګونګوسې واقعيت نه لري او بنديزونه به په نږدې راتلونکې کې لرې شي.
هغه زياته کړه چې کابل ښار ته د حکمتيار راتګ له بنديزونو لرې کولو سره هېڅ تړاو نه لري، بلکې تخنيکي اولوجستکي شرايط چې د نوموړي راتګ ته لارهواروي، چمتوشي، حکمتيار به نېږدې راتلونکې کې په کابل کې راڅرګند شي.