Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د عبدالرحمان شهیداني پر نه پلټنو نیوکې

په داسې حال کې چې د بامیانو د لومړۍ حوزې آمر چې د ولسي جرګې د غړي عبدالرحمان شهیداني زوی دی او همداراز د بامیانو د هوايي ډګر قوماندان له هغو کسانو دي چې د بامیانو په هوايي ډګر کې د یوې مسافر وړونکي الوتکې د ناستې مخنیوي په تړاو تر قانوني څار لاندې دي، خو داسې غوښتنې کېږي چې د ولسي جرګې غړی چې د دغې پېښې مسؤول دی باید هغه هم د یادې پېښې په تورنو کسانو کې شامل شي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي ټینګار کوي چې پر زورواکو باید قانون عملي شي.

د ولسي جرګې غړي سید اکرام په دې اړه وویل:«د تېرو کلونو په اوږدو کې هېڅکله پر زورواکي او مشر قانون عملي شوی نه دی؛همدا د دې لامل شوی چې دغه کس (شهیداني)، فکر وکړي چې له دغو کارونو سره،خپل نوم د زورواکو او مشرانو په نوملړ کې ولیکي. د هغه دا کړنې کولای شوای چې زموږ د لسګونو هېوادوالو د وژنې لامل شي؛نو پر هغه قانون باید پلی شي.»

د پوهنتون استاد حکمت الله شهباز هم په دې اړه وویل:«له ولسمشر او پارلمان څخه زموږ غوښتنه دا ده، هر څوک چې د دغې پېښې لامل وي هغه باید مجازات شي ترڅو نور کسان له دې کاره عبرت واخلي.»

دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت وايي چې د هغو پوځي پولیسو دوسیې چې د بامیانو په هوايي ډګر کې یې د یوې الوتکې د ناستې مخنیوی کړی وه، سبا ته (د غبرګولي په ۷ مه) لویې څارنوالۍ ته به واستول شي.

په همدې حال کې حقوق پوهان د داشان پېښو د عاملانو ته سزا له یوه تر ۱۲ کاله بند بولي او ټینګار کوي چې کله هم د محکمې حکم د مجرم د شریکانو په اړه هم عملي کېږي.

حقوق پوه وحید فرزه‎يي په دې اړه څرګنده کړه:«د پېښې اصلي عامل، کولای شي چې په پېښه کې دخیل وي؛خو د خونديتوب بحث په څېر چې وکیلانو ته متوجه دی، باید وویل شي چې دا قضايي خوندیتوب نه دی! دا عدلي څارنیز خوندیتوب دی، په دې مانا چې د ولسي جرګې د غړي د خوندیتوب د ساتنې لپاره، له هغو ویناو څخه چې دوی یې په ولسي جرګه کې لري، د هغه د نیولو لپاره باید یو لړ مراحل ووهل شي، له اړونده مجلس څخه اجازه واخیستل شي او که‎چېرې مجلس د رخصتۍ په حال کې وي، له اداري پلاوي څخه.»

تېره اوونۍ وروسته له هغه چې د ولسي جرګې غړی عبدالرحمان شهیداني د کابل هوايي ډګر ته په ځنډ کې ورسېد او د یوې مسافر وړونکې الوتکې له  الوتنې پاتې شو، د هغه خپلوانو په بامیانو کې د هغې الوتکې د ناستې مخنیوی وکړ او دا الوتکه له ۳۰ سورلیو سره بیا ځلې کابل ته راستنه شوه او د ولسي جرګې د دغه غړي سره یې بیا ځلې الوتنه وکړه.

 عبدالرحمن شهیداني چې ویل کېږي په دې پېښه کې یې ونډه نه درلوده، خو هغه تصویرونه چې له دې پېښې ترلاسه شوي ښيي چې د ولسي جرګې دا غړی د خپلو نېږدې کسانو دا کار ستايي.

د عبدالرحمان شهیداني پر نه پلټنو نیوکې

ټاکل شوې ده چې د کورنیو چارو وزارت د هغو پوځيانو دوسیه چې په د بامیانو په هوايي ډګر کې د یوې الوتکې د ناستې مخنیوی کړی وه، سبا ته لویې څارنوالۍ ته واستوي، خو یو شمېر حقوق پوهان او د ولسي جرګې غړي د شهیداني پر څارلو هم ټینګار کوي.

شریک یي کړئ