د فراه د والي ویاند ناصر مهري وايي چې د ملي پوځ د تړونوال له درې پولیسو سره په «کرولا» ډوله موټر کې د پشترود ولسوالۍ له لوري د فراه ښار په لور روان وه، چې د دغې ولسوالۍ د تپه شیران په سیمه کې د دولت د مخالفو وسلهوالو له کمین سره مخامخ شو.
هغه زیاته کړه چې د دغه برید په پایله کې، د ملي پوځ یو تړونوال او د پولیسو درې تنه سرتېري وژل شوي دي.
په همدې حال کې، د سیمې یوه اوسېدونکي ویلي چې طالبان د ملي پوځ د جامو څخه ګټنې، دغه موټر یې ودراوه او وروسته یې د هغې سپرلۍ په ډزو سره ووژله.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.