خبرونه - افغانستان

د افغان ميرمنو بنسټ په کاپيسا ولايت کې د ښوونځي د يوې زده کوونکي انيسې د وژل کيدو په اړه د حکومت پر چوپتيا انديښنه څرګندوي.
دغه بنسټ له حکومته غواړي چې دا ډول پيښې په جدي ډول وڅيړي او عاملينو ته يې جزا ورکړي.بلخوا يو شمير ميرمنې پر يادې نجلی بريد غير انساني عمل ګڼي.
د ښځو له حقونو د دفاع کونکو ادارو او د ميرمنو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي د قانون له شتون سره سره تاوتريخوالي د زياتيدو په حال کې دي.
بيا هم په وروستۍ پيښه کې په کاپيسا ولايت کې د لسم ټولګي يوه زده کونکې وژل شوې ده.
د افغان ښځو ټولنه د دې نجلۍ د وژل کيدو په وړاندې د حکومت پر چوپتيا په نيوکې سره وايي دولت بايد زرترزره د دغې دوسيې د څيړلو لپاره کميسيون جوړ کړي.
د افغان ميرمنو د بنسټ مسوله عفیفه عظیم وايي : « په کاپيسا ولايت کې د رضإ کاره نجلی د وژل کيدو په اړه د حکومت چوپتيا د خواشينی وړ ګڼو او په دې اړه د حکومت د جدي څيړنو غوښتنه کوو. »
له بلې خوا يو شمير ميرمنې د انيسې د وژلو د عاملينو د زرترزره په ګوته کولو غوښتونکې دي.
د ولسي جرګې غړې نورضیا اتمر وويل : « دولت بايد دا پيدا کړي چې څوک په دغو تاوتريخوالو کې لاس لري او بايد خپله سزا وويني.»
د سولي دعالي شورا غړې حوا علم نورستانۍ وويل : « د مقدسي دندې د ترسره کيدو او همدارنګه خدمت پرمهال شهادت واقعا له انسانيت څخه لري کار دی.»
د عامې روغتيا وزارت د حکومت له مخالفينو غواړي له روغتيايي کارکونکو سره مرسته او همکاري وکړي.
د عامي روغتيا وزارت مرستيال ناجیه طارق وايي:« د حکومت د مخالفينو له خوا ددې نجلی وژل غندو او موږ د حکومت له ټولو مخالفينو غواړو چې له روغتيايي کارکوونکو سره مرسته وکړي. »
د ښځو له حقونو دفاع کونکې ادارې په هيواد کې د قانون د نه پلي کيدو په اړه د انديښنې په څرګندولو سره وايي په روان هجري لمريز کال کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخواليو 208 دوسيې ثبت شوې دي.